IQNA

د قرآن کریم او نبوي  حدیثونو په موضوع د پاکستانيو هنرمندانو د آثارو نندارتون

6:38 - January 14, 2026
د خبر لمبر: 3492313
ایکنا - د پاکستانيو هنرمندانو د خطاطۍ او نقاشئ‌خط نندارتون، چې د قرآن کریم آیتونه او د نبوي احادیثو موضوعګانې  پکې نندارې ته وړاندې شوي، د پنجاب صوبې د هنري شورا په  پنډۍ څانګې کې پرانیستل شو.

  ایکنا نیوز د اسلامي کلتور او اړیکو د  ادارې  د عامه اړیکو او خبرتیا له قوله راپور راکړ، دا نندارتون د پنجاب صوبې د اعلی وزیرې مېرمن مریم نواز په ملاتړ او د پاکستان د کلتور او ملي میراث وزارت په پشتیبانۍ سره جوړ شوی و. په دغه نندارتون کې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه د لوړې کچې استادانو د خطاطۍ او نقاشي‌خط اثار، د دغو هنري څانګو د زده‌کوونکو د اثارو ترڅنګ نندارې ته وړاندې شوي وو.

دا نندارتون، چې د قرآن کریم د آیتونو او د نبوي احادیثو په ښکلو تابلوګانو سينګار شوی و، د ایران دسفارت د کلتوري  چارو سلاکار مجید مشکي او د پنجاب صوبې د هنري شورا د راولپنډۍ څانګې د مشر محمد شکور په رسمي ګډون سره پرانیستل شو.

ورپسې، اشرف هیرا، نجم‌الحسن کاظمي، نصیر خان سیماب، شبیر احمد ضیا او د پاکستان نورو هنري استادانو د ایران له اسلامي جمهوریت   سره، په ځانګړې توګه د خطاطۍ د هنر په برخې کې، د هنري ملګرتیاؤ  د پراختیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د کلتوري چارو  سلاکار مجید مشکي په خپلو خبرو کې، خطاطي یو اصیل اسلامي او ایراني هنر وباله او د قرآن کریم د آیتونو په استناد ئې، د خطاطۍ هنر یو سپېڅلی هنر ومانه.

هغه وویل چې ټول هنرمندان له الهي الهام څخه برخمن وي، خو خطاطان او خوشنویسان په دې برخې کې ځانګړی مقام لري، او  لوی خدای په قرآن کریم کې پر قلم او پر هغه څه قسم خوړلی چې قلم ئې لیکي، او دا خبره د خطاطۍ او خوشنویسي د هنر سپېڅلتیا څرګندوي.

د قرآن او احادیثو په موضوع د پاکستانيو هنرمندانو د آثارو نندارتون

نمایش آثار هنرمندان پاکستانی با موضوع قرآن و احادیث نبوی

د ایران د سفارت د  کلتوري  چارو سلاکار په اسلام‌اباد کې، د استادانو د اثارو ترڅنګ د ځوانو او نويو خطاطانو د آثارو په نندارې خوښي وښوده او هیله ئې څرګنده کړه چې دا هنري څانګه به په پاکستان کې لا پیاوړې شي او راتلونکي نسلونه به هم له دې هنر څخه ګټه واخلي.

هغه همدارنګه د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د کلتوري سلاکارۍ له لوري، د دواړو هېوادونو ترمینځ د خطاطۍ د هنري ډلو د تبادلې لپاره د چمتووالي خبر ورکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4328447

captcha